د جمهوریت د مشروعیت یو لوی دلیل دا دی، چې د انسانانو پر یوه ډله د واکمنۍ حق یوازې له دوو سرچینو ترلاسه کېدلی شي: یو، د الله تعالی وحي (یعنې الله تعالی په مستقیم ډول یو تن واکمنۍ ته مشخص کړي، لکه طالوت)؛ او دوهم، د خلکو رایه. یوازې له دې دوو سرچینو راغلی نظام، مشروعیت درلودلی شي؛ د بل هر ډول نظام د مشروعیت د اثبات لپاره واکمنه ډله مجبوره ده، چې خپله سرچینه په ډاګه کړي. دا چې د (موجوده حقیقتونو) د اصل له مخې، داسې دریمه سرچینه اصلاً وجود نه لري، نو یوازینۍ مشروع سرچینه، د خلکو رایه پاتې کېږي.
یو څو پوښتنې:
آیا جمهوریت یو اسلامي نظام دی؟
دغه خبره چې جمهوریت یو اسلامي نظام دی او ګڼ هېوادونه د اسلامي جمهوري په نوم پېژندل کېږي، یوه لویه مغالطه ده. جمهوریت یو نظام دی، چې اسلام یې یوه برخه کېدلی شي. په دغه لړ کې هغه څوک چې هڅه کوي، جمهوریت د اسلامي نظام په نوم وړاندې کړي؛ هغه ډله چې هڅه کوي، جمهوریت او اسلام دوه مخالف شیان ثابت کړي؛ او هغه ډله چې هڅه کوي، په یو نه یو ډول یې سره پخلا کړي، زما په نظر ټول یوه بنسټي تېروتنه کوي. جمهوریت یو نظام یا سیسټم دی او هر سیسټم چې له برخو یا ټوټو جوړ وي، نو اسلام، عیسویت، هندویزم، یهودیت، و امثالهم د جمهوریت یوه برخه خو کېدلی شي، خو له دې پرته په یوه سیسټم کې بل حیثیت نه شي درلودلی. په دې برخه کې به دا بحث هم بې ځایه وي، چې د سیسټم کومه برخه تر بلې ډېره مهمه یا اساسي ده؟ په سیسټم کې هره برخه مساوي رول لوبوي، د یوې برخې اخراج او نقص هم ټول سیسټم فلج کولی شي.
آیا جمهوریت بې دیني ته لاره هواروي؟
دا د ټولنې په وګړو پورې اړه لري. په غربي نړۍ کې چې جمهوریت داسې اصول او قوانین تائیدوي، چې د اسلام له مذهبي فکر (یا د شرقي هېوادونو له کلتور او عنعناتو) سره په تضاد او تصادم کې راځي، د غربي ټولنې د وګړو د رایو استازولي کوي. هغه ټولنه چې ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمانان وي، ولې به داسې قوانین جوړوي، چې له خپل مذهبي او ټولنیز تفکر سره يې ټکر وکړي؟
آیا له جمهوریت پرته بل مشروع نظام شته؟
له جمهوریت (ډیموکراسي) پرته په نړۍ کې هېڅ مشروع نظام نشته. د دې دلیل موږ وړاندې کړ، چې د نظام لپاره یوازې دوه سرچینې وجود لري. د یوې سرچینې انجام د وحي د لړۍ په درېدو سره وشو او بله سرچینه هر ځای او هر وخت کې په خپل حال ده. دریمه سرچینه وجود نه لري. نو چې سرچینه نشته، نظام به مشروعیت څنګه ترلاسه کړي؟
آیا اسلامي نظام، نظام نه دی؟
لومړی، نه، نظام نه دی. بل، اسلامي نظام یوه مبهمه اصطلاح ده. دریم، د اسلامي نظام په رأس کې به هم یو څوک قرار لري. دغه رأس به يې خپل مشروعیت له کومه ترلاسه کوي؟ یا به ورته وحي راغلې وي او یا به د خلکو په رایه ټاکل شوی وي. دریمه سرچینه خو نشته. نو چې یو نظام، سرچینه ونه لري، مشروعیت به له کومه کوي؟ او که یې سرچینه، د خلکو رایه وي؛ نو بیا په اصولو کې دغه نظام جمهوریت دی، دا چې موږ ورته اسلامي یا بل نوم ورکوو، هغه کوم موجه دلیل نه لري.
د نظام رأس به د خلکو د رایې له لارې رامنځته کړو، پاتې قوانین يې ټول له اسلام څخه اخذولی شو؟
پاتې قوانین او تر رأس را لاندې د نظام جوړښت هم هماغومره مهم دی، لکه د نظام رأس؛ او څنګه چې د نظام د رأس لپاره سرچینه پکار ده، پاتې قوانین هم باید له یوې منبع او مرجعې څخه وضع شي. که د ولس اکثریت رایه په دې وي، چې پاتې قوانین دې د اسلام له مصادرو جوړ شي او هر قانون د یوه جمهوري پروسیس (د اکثریت رایو) په اساس تائید شي، نو دغه ډول قانون به یو مشروع قانون وي. خو که د یوې خاصې ډلې یا فرقې د تعبیر په اساس یو قانون جوړېږي (او ولس ورسره همغږی نه وي)، نو دغه قانون په اصولو کې یو مشروع قانون نه شو ګڼلی، که څه هم له اسلام سره بشپړه همغږي ولري او سرچینه يې د اسلام مصادر وي. دغه ډول قانون به اسلامي یا حنفي، شافعي، او ... قانون وي، خو مشروع به نه وي، ځکه د مشروعیت یوازینۍ سرچینه د ولس رایه ده.
جمهوريت (۲)
د اسلامي نظام غوښتونکي څوک دي؟
زه د دې کنفيوژن په هوارولو کې ډېر سخت پاتې راغلی يم، چې له يوې ګوريلايي، ترهګريزې، يا انقلابي ډلې لکه ط، داعش، لشکر طيبه و امثالهم ډلو سره مخالف خو د اسلامي نظام غوښتونکي خپل ځانونه له دې ډلو ځان بېل ولې ګڼي؟
د دوی يو ډېر پوچ خو عام دليل دا وي، چې دغه شته ډلې اصلا اسلامي نه دي او که په کومه سيمه کې د دوی نظام نافذ هم وي، هغه اسلامي نه دی، بلکې د اسلام مسخه شوې څېره ده.
زموږ په هېواد کې چې جمهوريت وو او ټول ملت د (اسلامي) جمهوريت په حيث طوعا او کرها منلی وو، داسې ډلې (او د شته نظام مخالف خو د اسلامي نظام غوښتونکي اشخاص) موجود وو، چې جمهوري نظام ورته غير اسلامي ښکارېده او غوښتل يې چې يو (سوچه) اسلامي نظام راولي.
خو اوس چې هماغه (سوچه) اسلامي نظام راغلی، لا هم داسې ډلې او اشخاص شته، چې دغه نظام هم اسلامي نه ورته برېښي او غواړي چې (سوچه) اسلامي نظام راولي. يو سوچه اسلامي نظام چې په سوچه اسلامي نظام بدلېږي، نو دغه وروستی نظام بايد ځان (سوچه) سوچه اسلامي نظام وبولي او دا چې دغه لړۍ پای نه لري، نو له هر راتلونکي نظام سره به يو سوچه اضافه کېږي او يوه ورځ به د نظام نوم سوچه، سوچه، سوچه، سوچه، سوچه، سوچه... اسلامي نظام وي.
ولې واقعي اسلامي نظام نه جوړېږي؟
د دې لامل دا دی، چې اسلام اصلا يو نظام نه دی او سياسي خو بيخي نه دی او له اسلام څخه د سياسي نظام غوښتنه بلا تشبيه له مستو څخه د شيدو جوړولو هڅه ده، خو له بده مرغه چې دغه د سوچه ياتو پلوي په دې ټکي نه پوهېږي او يا عارفانه تجاهل کوي.
په دې اساس، هر هغه څوک چې د اسلامي نظام غوښتونکی وي او يا په دې برخه کې هڅې او مبارزې کوي، هغه ط، داعش، او ... هم دی او ترهګر، ګوريلايی او افراطي هم.
جمهوريت څه وايي؟
جمهوريت هېڅ کله د سوچه توب ادعا نه کوي او د هر جمهوري غوښتونکي بيانيه په دې څرخي چې نوموړی به د جمهوريت تر چتر لاندې کوم خدمات ټولنې ته وړاندې کوي، ځکه جمهوريت د خدماتو نظام دی او د دې دليل شايد دا وي، چې جمهوريت ولس جوړوي او ولس خدمات غواړي؛ خو بالمقابل، اسلامي يا بل نظام چې يوه ډله يې جوړوي، د هغه هدف د سوچه په ليسټ کې د يوه بل سوچه ور زياتول وي.