مونږ چې د اولیتونو یا لومړیتوبونو خبره کوو، هدف مو دا نه وي، چې هر څه لومړی مخې ته درغلل ویې کړه؛ بلکې موخه دا ده چې خپلې چارې تقسیم بندي کړې، خورا ډېرې مهمې یې اول وکړې، ډېرې مهمې یې ورپسې، لږې مهمې ... او همداسې په ترتیب.
دا چاره دولتونو ته تر بل هرڅه ډېره مهمه ده.
وامې ورېدل چې په افغانستان کې د ښځینه وو حمامونه وتړل شول او دغه راز پارکونو ته د میرمنو په ورتګ بندیز ولګېد.
زه د یوې مېرمنې په صفت په دې کار خفه نه شوم، ځکه موږ باید د خلکو د فکرونو له مخې د کار پایلو ته وګورو.
فرض کړه، که یو نابلده انسان ته د موټر جلب په لاس کې ورکړې؛ نو له څو دقیقو مزل وروسته به یې موټر ټکر کړی وي.
وړاندې تر دې چې د موټر په ټکر خفه شئ، پر چلوونکي یې فکر وکړئ، که مسلکي وو، پرېږدئ، که نه وو، لرې یې کړئ، خو که زورور وو، نو شور جوړ کړئ؛ ځکه:
د زور خلاف مزاحمت ژوند دی
که وس دې نه رسیږي شور جوړ کړه
حکومتونه هم همداسې دي، کټ مټ همداسې، مسلکیتوب غواړي، سیاسي پوهه غواړي، د اولیتونو درک کول غواړي... او لنډه دا، چې د معاصرې نړۍ په غوښتنو ځان پوهونه غواړي؛ خو موږ د دې هر څه پرځای یوازې پارکونو ته د میرمنو ورتګ او د نجونو ښوونځیو تړلو ته لومړیتوب ورکړی.
د ارګ پر میز مو د دې پرځای چې د وطن پر برخهلیک بحثونه وشي، ټوله ورځ همدا جمله پرې ښکته او پورته کېږي چې:
« دا شځې دي دیسې ځي او اا شځې دې اسې ځي»
ته به وايې، که هېواد ګلګلذار دی، لوږه ختمه ده، زده کړې مو له نړۍ سل کاله مخکې دي، اقتصاد مو پر ځان بسیا ده، ځوانان مو هره ورځ یوه نوې اختراع کوي، پر نړیوال سټیج زموږ له ویرې څوک خبرې نه شي کولای، ګاونډيان مو هلته میشت یو کډوال افغان ته برند نه شي کتلای، د نړۍ اسمان زموږ له جنګي الوتکو ډک دی، هره ورځ له ځمکې څخه، سپوږمۍ او مریخ ته سفرونه کوو، د کایناتو په جهان کې هره ورځ نوې نوې سیارې کشف کوو او پر هغوی کې د ژوند امکانات ارزو... دا ټول شوي؛ خو فقط یوازې مېرمنې پاتي چې له پارکونو څخه را وګرځول شي.
زه په ډاډ درته وایم، که دا کیسې مو بدلې نه کړې، نو بیا به پر ارګ د خپل بیرغ د رپولو ارمان درشي.
خو وخت به بیا تېر وي، تاسې به تللي یاست؛ مګر د یو عظیم ملت عظیمې لوڼې به مو ډېرې وروسته پاتې کړې وي.
هغه وخت به بیا زموږ پر خولو هم له دې ټکي پرته بل څه نه راځي چې:
وخته هغه ستا راکړې تاله درکوم
لپه کړه؛ په لپه کې اغزي مې درته راوړل