د هند د کرکټ د ادارې عجیبه پرېکړه او نورو ادارو ته یو ښه درس

د هند د کرکټ د ادارې عجیبه پرېکړه او نورو ادارو ته یو ښه درس


  • 1 کال دمخه (19/11/2022)
  • جعفر هاند
  • 3537

د هند کرکټ د تنظیم ادارې (بي سي سی آی) په یوې حیرانونکې پرېکړې کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې ټول غړي له دندو لېرې کړل. هندي رسنۍ وایي د غوراوي کمېټې څلور غړي چیتن شرما، سنیل جوشي او هروېندر سنګ، دیباسیس موهانتي له دندو لېرې کړل شوي خو بورډ د دغې پرېکړې په اړه خبر کړي هم نه دي. شرما د غوراوي کمېټې مشر و.

ولې؟

د هند کرکټ بورډ لا په رسمي ډول د دغې پرېکړې علت روښانه کړی نه دی خو اټکل کېږي چې په تېر نړیوال جام او تر هغه مخکې نړیوال او اسیا جامونو کې د هند ماتو د دغې پرېکړې عمده لامل وي. 

هند وايي په کرکټ کې بیخي خود کفا او په ځان بسیا دي، مګر ولې یې نړیواله اتلولي ونشوه ګټلای. په دغه تازه نړیوال جام کې انګلنډ سیمې فاینل کې مات کړل. باید حساب او کتاب وي!.

 

د نوي غړیو د ټاکل عجیب شرایط

د هند کرکټ بورډ په یو بل حیرانوونکي اقدام کې اعلان کړی چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لپاره نوي غړي ګماري او هغه هم د ازاد رقابت له لارې. 

د هند د بورډ په رسمي ویبسایټ کې د کاندیدانو لپاره عمده شرایط په ګوته کړي دي: 

کاندید باید ۷ ټسټ [پنځه ورځنۍ]لوبې یې کړې وې؛ یا۳۰ فرست کلاس [څلور ورځنۍ] لوبې یې کړې وې او یا یې ۱۰ یوه ورځنۍ لوبې یې کړې. 

همدغه راز باید دغې دندې ته د غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې پنځه کاله مخکې له کرکټ څخه استعفا کړې وي.

د غوښتنلکیونو اخري نېټه د نومبر ۲۸ ټاکل شوې ده.

د کرکټ د نورو ادارو لپاره ښه درس

د هند د کرکټ په اداري جوړښت او دغې پرېکړې ډېر نه غږېږو، خو له شک پرته چې په دغې پرېکړې کې یې د افغانستان او ممکن نورو هېوادونو د کرکټ ادارو لپاره د عبرت او زده کړې ځينې درسونه وي.

لومړی دا چې لوبغاړو که خرابه لوبه کړي وي، د غوراوي کمېټې د غړو تر څنګ باید د روزونکو، کپتان او نورو مهمو لوبغاړو څخه هم وپوښتل شي چې ولې یې لوبې بایللې دي؟ البته دلته د هند په پرېکړې کې له ورایه د لوبغاړو زور او ځواک ښکاري چې ټس یې له بل چا څخه وځي.

دویم دا چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې کې باید داسې غړي وي چې د پوره تجربې خاوند او د کرکټ پوهه ولري.

درېیم دا چې د هند د کرکټ بورډ د نویو غړو لپاره ټاکل شوي شرایط د افغانستان او نورو لپاره هم بهترینه بیلګه ده.

څلورم دا چې دا هم ښه پرېکړه ده چې باید د لوبغاړو د غوراوي کمېټه د ځانګړو شرایطو په اساس او د ازاد رقابت له لارې وټاکل شي. 

پنځم دا چې د دغو غړو ټاکل باید انتصابي نه وي چې د بورډ غړي او مشران ټاکي. 

دلته یوه بله خبره دا هم ده چې اداره باصلاحیته وي، د تصمیم نیونې قدرت ولري بیا هر ډول وړې او لویې پرېکړې کولای شي. 

او همدغه راز د لوبغاړو د غوراوي کمېټې کاري موده او د کار د نتایجو د لیدلو لپاره هم باید وخت او زمان مشخص وي.