سمسور نیوز (۲۸لړم۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د وداه موټر د چپه کېدو له امله زوم او یوه ښځه مړه شوي دي.
سرچینې ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د انجیل ولسوالۍ په «جغرتان» کلي رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه ترافیکي پېښه کې اووه تنه نور هم ټپيان شوي دي، چې په خبره یې د درملنې لپاره د هرات سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادې ترافیکي پيښې د رامنځته کېدو لامل دموټر چلوونکي بې احتیاطي او د موټر زیاد سرعت بلل شوی دی.