افغانستان ‏د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف له غړیتوبه و اېستل شو

افغانستان ‏د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف له غړیتوبه و اېستل شو


  • 1 کال دمخه (19/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 630

سمسور نیوز (۲۸لړم۱۴۰۱) ‏د رسنیو د ازادۍ په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغوه شو.

د یاد ایتلاف له لوري په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره اړخ نه لري او دا حالت د اندېښنې وړ دی. 

افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د یاد ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړی و.