موږ د ښېګڼو د درک له پلوه کمزوري خو د عيبونو په موندلو کې بې ساري خلک يو. په موږ کې د دې خبرې عامښت چې زموږ په ژونديو کې ښه او تلليو کې بد نشته، زما د خبرې د سپيناوي لپاره يو کافي دليل کېدلی شي.
موږ چې په دې فکر يو چې د عيبونو موندنه زموږ ځيرکتيا ښيي او سالم نقد کوو او هدف مو مثبت دی، تل په شته شيانو کې عيبونه لټوو او ښېګڼې او خوبيانې يې له پامه غورځوو. زموږ په ژونديو کې چې ښه سړی نشته، زما په ګومان دليل يې دا دی، چې موږ په دې فکر يو، چې غواړو ټولنه د هغه سړي له شره وژغورو او دا چې زموږ عمومي تصور دا دی، چې په دې دنيا نو ښه سړي چېرته شته، نو په هېچا هم د ښه ګومان نه کوو او په خپل زړه کې ځکه دې کار ته خوشاله يو، چې فکر کوو، د وطن پالنې د احساس له مخې يوه لويه توره کوو.
خو کله چې همدا سړی زموږ په منځ کې نه وي او زموږ هغه عمومي تصور نور صدق نه کوي، نو د هغه سړي بد اړخونه هېروو او يوازې ښه يې زموږ سترګو ته، مخته، مخته کېږي. او اوس چې د هغه سړي موږ-انګېرلی بد ټولنې ته زيان نه شي رسولی، نو زموږ لپاره د اتل مقام ته ورسېږي.
اخر، د مړي به ټولنې ته زيان څه وي او موږ چې دينداره (!) خلک هم يو، نو دا خو حديث هم ده، چې په مړي پسې بد مه وايئ.
له سړيو که تېر شو د نورو پديدو په برخه کې هم زموږ مزاج همداسې دی. يو مثال به يې نظامونه را واخلو. زموږ لوی اکثريت چې اوس د جمهوريت په وير کې بلبلي نغمې بولي، همدوی ځانونه د جمهوريت مصلحين، منتقدين، منورين او مدني فعالين ګڼل.
موږ چې جمهوريت درلوده، چې هېواد مو ۷۰ سلنه ننني مشکلات نه درلودل او چې د رغېدو لوی امکانات يې ليدل کېدل، نو موږ چې د ديندارۍ؟ تر څنګ وطنپاله؟ هم يو، ولې مو يې ښېګڼې يادې کړې او ولې مو له ځانه پرې د نقد طوطيان نه وای جوړ کړي؟
خو اوس چې جمهوريت مړ شوی او زموږ طوطيانه نغمې د يوه غيران ارزښت هم نه لري، نو له ځانونو نه مو بلبلان جوړ کړي او د تېر نظام په وير کې مو د آه و فرياد نغمو ته زور ورکړی او د جمهوريت د نعمتونو په يادولو او ستاينو مو خولې نه سره را ټولېږي، خو له بده مرغه نه څوک د اورېدو لرو او هغه چې اوري مو، هغه مو يوازې په خولو پورې خاندي.