سمسور نیوز (۲۹لړم۱۴۰۱) د هېواد پېژندل شوی سندرغاړی، فرهاد دریا وایي، د فاطمې امیري د درملنې لپاره یې ۳۲ زره امریکایي ډالره مرسته راټوله کړې ده.
ښاغلي دریا د فاطمې د درملنې لپاره پر ټولنیزو رسنیو یو انلاین کمپاین پیل کړی و.
هغه پر خپل فېسبوک لیکلي، چې په دې پیسو به له هېواده بهر د نوموړې درملنه وشي.
فاطمه اميري هغه نجلۍ ده، چې په کابل کې د کاج پر ښوونيز مرکز په بريد کې ژوبله شوې وه.
په دې پېښه کې فاطمې خپله يوه سترګه له لاسه ورکړه او يو غوږ يې هم له کاره لوېدلی دی.