پر فرضي کرښه جګړه؛ ۱۵ پاکستاني وژل شوي او درې پوستې یې سقوط شوې دي

پر فرضي کرښه جګړه؛ ۱۵ پاکستاني وژل شوي او درې پوستې یې سقوط شوې دي


  • 2 کاله دمخه (21/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 966

سمسورنیوز(۳۰ لړم۱۴۰۰) تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په کپوري سیمه کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې پوستې سقوط شوې دي.

نښته وروسته له هغې رامنځته شوې، د پولې هاغاړې شعیه‌ګانو پر افغانانو ډزې کړې.

بل لورته یوې سرچینې سمسور نیوز ته ویلي، چې پاکستاني لوري له پولې دې غاړې پر کلیو د هاوانونو ډزې کړې.

ویل کېږي درې کلیوال ټپیان شوي او له سیمې څخه تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.