متقي: نړیوال فشارونه ګټه نه لري

متقي: نړیوال فشارونه ګټه نه لري


  • 1 کال دمخه (21/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 592

سمسور نیوز (۳۰لړم۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي. 

په دې لیدنه کې د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. 

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تاييد وکړ او وې ویل چې اوس بشري مرستې تر لرې پرتو سیمو په ښه ډول رسيږي. 

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي، چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي. 

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین شوی، د پخوا په ډول اوس افغانان د چاپو او بمباریو له امله نه وژل کیږي او نه هم بېځایه کیږي. 

نوموړي ویلي تاریخ ښودلې، چې په افغانستان د فشارنو کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لورو په تعامل او همکاریو ټینګار کړی دی.