د فوټبال نړیوال جام؛ له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي

د فوټبال نړیوال جام؛ له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي


  • 2 کاله دمخه (21/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 1097

سمسور نیوز (۳۰لړم۱۴۰۱) د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

بېګاه د یاد جام په پرانېستله لوبه کې کوربه قطر په خپله لومړۍ سیالي کې له ایکوادور لوبډلې دوه-صفر ماته وخوړله.

د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به له «بي‌» ګروپ څخه د اسیا پیاوړې فوټبال لوبډله ایران له انګلستان سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۵:۳۰ بجې پیل شي.

د فوټبال نړیوال جام له «اې» ګروپ څخه د نن شپې په دویمه لوبه کې بیا نیدرلنډ د افریقا له سینیګال لوبډلې سره مخ ده. یاده لوبه به نن شپه ۸:۳۰ بجې پیل شي.

په ورته مهال له «بي»ګروپ څخه د نن شپې په درېیمه لوبه کې ۱۱:۳۰ بجې به امریکا له ویلز لوبډلې سره خپل بخت وازمايي.

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ پرون شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼ‌شمېر مینه‌وال هم ورغلي دي.