غانم المفتاح د ۲۰۰۲ کال د مۍ په پنځمه په قطر کې زیږیدلی و، په ماشومتوب کې په داسې ناروغۍ اخته و،چې د معلوليت باعث يې شو، د هغه د معلولیت له امله ماشومان له هغه سره د لوبې کولو څخه ویره درلوده. ډيرو ښوونځيو د هغه د معلوليت له وجې ورته ښوونځي کې د زده کړو اجازه نه ورکوله،بالاخره موريې په يوه ښوونځي کې شامل کړ.
غانم المفتاح په قطر کې یو مشهور Motivational Speaker/ تشويقونکي ویناوال ,Youtuber دى او د #غریسا_آیس کریم په نوم د یوې کمپنۍ خاوند هم دی چې په قطر کې شپږ څانګې لري او شاوخوا شپیته کارکوونکي لري.
غانم د خپلې کورنۍ په ملاتړ د الغانیم فاونډیشن هم تاسیس کړى، یوه خیریه موسسه چې په ټوله نړۍ کې معلولینو ته ویلچیرونه چمتو کوي چارې يې د غنيم تر رهبرۍ لاندې پرمخ وړل کيږي.
غانم المفتاح په ۲۰۱۷ کال کې په ویل چیر کې له لاسونو پرته د عمرې د ادا کولو شرف ترلاسه کړ، د زده کړې په وختونو کې یې د دستکشو په اغوستو فوټبال لوبه کوله، د فوټبال تر څنګ په سمندر کې د ٢٠٠متره ژور غوپې وهلو هنر هم لري.
نن قاري غانم المفتاح
د نړۍ ستر پروګرام د قران کريم په تلاوت سره پيل کړ چې په نړۍ کې په يو وخت کې ٥٠٠چېنلونو کې ښودل کيدو،چې تاريخ کې په لومړي ځل د نړيوال جام د قران کريم د آياتونو په پيلولو وياړ هم ترلاسه کړ.
غانم المفتاح په اسټاګرام کې تر يو ميليون زيات فالورز لري هيله لري تر څو د سياسي علومو پوهنځى ولولي او راتلونکي کې د قطر صدراعظم شي.
غانم المفتاح پخپل بې ساري همت سره ټوله نړۍ کې د معلولینو مورال لوړ کړ او دا يې نړۍ ته ثابته کړه چې معلوليت درلودل ستاسې د اهدافو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ نشي جوړېدلاى.