امریکا د ظریفې یعقوبي د راخوشې کېدو غوښتنه کړې

امریکا د ظریفې یعقوبي د راخوشې کېدو غوښتنه کړې


  • 2 کاله دمخه (23/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 786

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر له ا.ا غوښتي چې ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران خوشې کړي.

نوموړې پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د هغو مېرمنو خپل سري نیول چې د افغانستان اوسني حکومت ته کوم ګواښ نه پېښوي د ثبات ضد عمل دی.

د هغې په خبره، دا چاره سوله‌ییز کار نه دی او په کار ده چې یعقوبي او د هغې همکاران د ا سلامي امارت له بند څخه خوشې شي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچار بینټ هم له اسلامي امارت څخه د یعقوبي د او هغې د همکارانو د راخوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

لاهم د کابل نوي حکومت د ډېکر او بینټ غوښتنوته کوم ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران د روانې نومبر میاشتې په درېیمه نېټه په کابل کې نیول شوي دي.