افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


  • 2 کاله دمخه (23/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 567

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، افغانان په بېړني ډول مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د توکو د بیو په لوړېدو سره اړتیا ده چې له افغانانو سره په دې سخت ژمي کې د نغدي مرستې ترڅنګ د ګرمو جامو او سرپنا مرسته هم وشي.

د دغې ادارې په خبره، اوس مهال د افغانستان ۲۴.۴ میلیونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ویلي وو چې په افغانستان کې د بد وضعیت د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.