کابل؛ وسله‌وال کس پر لمانځه ولاړ د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، یو بل تپی دی

کابل؛ وسله‌وال کس پر لمانځه ولاړ د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، یو بل تپی دی


  • 6 ورځي دمخه (23/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 36

سمسور نیوز (۲لېندۍ۱۴۰۱) د کابل امنیه قومانداني ویاند وایي، ‏نن سهار د نهمې حوزې اړوند خواجه رواش سیمه کې په یوه جومات کې یوه کس د تومانچې په وسیله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

خالد ځدراڼ وایي، پېښه د سهار لمانځه پر مهال رامنځ‌ته شوې ده.

هغه دغه راز ویلي، لومړنۍ څېړنې ښیي، چې ياده پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.  

خالد ځدراڼ زیاته کړې، چې بريد کوونکى کس تښتېدلى؛ خو وايي د نيولو هڅې یې روانې دي.