امربالمعروف: کابل کې لمانځه ته د خلکو هڅولو لپاره لاسپیکرونه لګوو

امربالمعروف: کابل کې لمانځه ته د خلکو هڅولو لپاره لاسپیکرونه لګوو


  • 2 کاله دمخه (24/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 694

سمسور نیوز (۳لېندۍ۱۴۰۱) د امر بالمعروف وزارت ویلي، کابل ښار کې یې لمانځه ته د خلکو د رابللو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اعلانونو لپاره سلګونه لاسپیکر لګوي. 

دې وزارت ویلي، هغه سلګونه تش دوکانونه چې ګټه نه ترې اخیستل کېده، په جوماتونو اړولي، چې ټول خلک د جماعت لمانځه کې ګډون وکړای شي. 

د وزارت پر ټوېټر پاڼه په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویل شوي، چې د مخکېني حکومت پر مهال ځینې لاسپیکرونه راغونډ شوي وو او خلکو د اذان غږ نه شوای اورېدلی. 

د راپورنو له مخې، شااوخوا ۴۰۰ لاسپیکر په کابل ښار کې لګول شوي دي. 

دا لاسپیکر پر هغو لاسپیکرونو سربېره دي، چې د کابل ښار بېلابېلو جوماتونو کې د اذان لپاره لګول شوي.  

تېره اونۍ ا ا وویل، چې د افغانستان ټولو جوماتونو خطیبان باید د جمعې د لمانځه لپاره یوه واحده خطبه ووايي او د ا ا مشر مولوي هبت الله اخندزاده ته پکې د نصرت دعا وکړي.