پر کردي وسله والو د ایراني ځواکونو برید

پر کردي وسله والو د ایراني ځواکونو برید


  • 1 کال دمخه (25/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 556

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دغه سازمان ته په یو لیک کې لیکلي، چې دوی د عراق په شمال کې پر کردي ځواکونو عملیات د ځان د دفاع لپاره کړي.

د ایراني رسنۍ "ایرنا خبري اژانس" د راپور له مخې، په یاد لیک کې راغلي چې کردان د ایران په لاریونونو کې لاس لري او په دې وروستیو کې یې د دوی هېواد ته د وسلو انتقال زیات کړی.

د یادونې وړ ده چې ایراني ځواکونو تېره اوونۍ د عراق په شمال کې پر کردي وسله والو بریدونه کړي.

ایران ادعا لري، چې کردانو د دوی په هېواد کې ترهګریزې کړنې زیاتې کړې، چې په دې وروستیو کې یې بشري تلفات هم لیدل کېږي.