اروپایي پارلمان: د افغان مېرمنو او نجونو حقونه دې رعایت شي

اروپایي پارلمان: د افغان مېرمنو او نجونو حقونه دې رعایت شي


  • 2 کاله دمخه (25/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 744

سمسور نیوز (۴لېندۍ۱۴۰۱) ‏اروپایي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره یې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار کړی دی.

‏اروپایي پارلمان د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له منځه وړلو د ورځې په مناسبت په دغه خپور شوي پرېکړه لیک کې ویلي، نړیواله ټولنه دې نجونو ته د تعلیم د اجازې د ورکړې او کار ته د مېرمنو د بیرته ستنېدو په شرط له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

‏په ټولنه کې د ښځو فعال حضور، د نجونو تعلیم، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو ازادي هغه موارد دي چې په دې پرېکړه لیک یې یادونه شوې ده.

د اروپایي پارلمان غړو ویلي، اسلامي امارت نجونو ته د زده کړو د اجازې د ورکولو په ژمنې عمل نه دی کړی.

‏هاخوا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت په چارواکو غږ کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.