برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت راوګرځېده

برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت راوګرځېده


  • 1 کال دمخه (25/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 658

سمسور نیوز (۴لېندۍ۱۴۰۱) د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین وايي، په ازبکستان کې د برېښنا د دوهم سرکت تر بیا فعالېدو وروسته افغانستان ته د برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.  

برېښنا شرکت په خپرې کړې خبرتیا کې ویلي، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د دویم سرکت په نښلولو سره د کابل په شمول ١٨ ولايتونو ته د برېښنا جریان بېرته نورمال شوی دی. 

د تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان ته د ازبکستان واردراتي برېښنا یو سرکت د ځینو تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال شوی و، چې له امله یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوې وې.