ا.ا پوتین ته: د ټول‌‌ګډونه حکومت جوړول زمونږ داخلي موضوع ده

ا.ا پوتین ته: د ټول‌‌ګډونه حکومت جوړول زمونږ داخلي موضوع ده


  • 2 کاله دمخه (25/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 787

سمسور نیوز (۴لېندۍ۱۴۰۱) ا ا د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده. 

د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې دا ډول مسئلې دې له ا ا سره د رسمي دپلوماتیکو لارو وڅېړي. 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د ټولییز امنیت تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډې کې وویل، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي په‌کې برخه ولري، اوس یو لومړیتوب دی. 

پوتین د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او خبرداری یې ورکړ، چې ښایي ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته لاره وومي.