په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید شوی

په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید شوی


  • 2 کاله دمخه (26/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 823

یو شمېر بهرنیو رسنیو د امریکا د پوځ په حواله خبر ورکړی چې د سوریې په شمال لویدیځه برخه کې د امریکا پر یوې نظامي اډې توغندویي برید شوی.

«دې هیل» نشریې لیکلي چې دا برید د جمعې په شپه شاوخوا یوه نیمه بجه شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تېرې جمعې په شپه درې توغندي د سوریې «الهاساکي» په ولایت کې د امریکا پر اډې وار شوي، خو ځاني زیان نه لري.

لاهم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په دغه اډه کې د امریکايي د ایتلافي ځواکونو ترڅنګ د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه هم مېشت دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې هم پر دغې اډې بریدونه شوي وو.