لنډه کیسه: بخت - صدیق الله بدر

لنډه کیسه: بخت - صدیق الله بدر


  • 1 کال دمخه (26/11/2022)
  • صدیق‌ الله بدر
  • 811

بخت 

غاړه یې ورو ورو تاوه کړه او نږدې ټول مېزونه یې له نظره تېر کړل. شېبه په شېبه د تشو غوریو او غابونو په کتو، تندی یې ګونځېده. خو مېز ته چې خپله هم ورته ناست و، ډېر خوشاله و. تر نورو میزونو دوه درې کسه په کې کم وو او چا دومره څه نه وو خوړلي. 

همدا چې یو مېلمه د مېز له لاندې له میوو ډک پتنوس راپورته کړ او تر څنگ ناست ملگري یې ورته وویل چې غوښه او وریجې وپړسولو، مېوه پرېږده؛ سړی وغوړېد.

په مېز کې ملګري مېلمانه يې چې یوځايي راولاړ شول او له سالون نه ووتل، سړي له ځانه سره وویل: " یو څه وشول. غوښې او وریجې به مو د یوې، یوې نیمې هفتې وشي. مېوه او انرژیانې به يو څه خرڅ کړم." 

جېب ته یې لاس کړ، یو غټ سپین پاکټ یې را وایست، ټوله مېوه او پاتې انرژیانې يې په کې واچول. پاکټ نیمایي ډک شو. زړه کې يې څه وګرځېدل، د پاکټ له منځه يې یوه سره رنګې غټه مالټه را وکښله او په موسک او خیالي انداز يې د خپل واسکټ په جېب کې کېښوده. 

د شاتني مېز نه یو کس چې ده ته ځير و، هم يې د خپل او هم دوو نورو مېزونو مېوې او انرژۍ یې ورته راوړې. ده چې په رېږېدلو لاسونو د پاکټ خوله نیولې وه، شونډې یې وخوځېدې:" خدای دې په ځوانۍ برکت واچوي...واده والا مو یو څه لرې خپلوان دی، خیر دې یوسي، خبر یې کړم او ویل یې هر څه چې پاتې شول، درټول یې کړه."

خپل څادر يې له ولیو راکش کړ او په ځير يې ښکته پورته ورته وکتل، په هغه کې د څلورو پنځو سوريو په کتو، له ځانه سره لګيا شو: " دا هم زما بخت، لاره کې بیخي

ونه شکېږي او په دې روان ژمي کې بې څادره نه شم. نه، انشاالله چې داسې به ونه شي." 

له دې خبرې سره یې، یو ځل بیا ټول سالون له نظره تېر کړ. د دوو مېزونو په لیدو خوشاله شو: " واه، دوې درې ډکې غورۍ وریجې".

د مېوو ډک پاکټ یې د مېز لاندې ټېله کړ، څادر یې اوږو ته کړ. بسم الله یې وویل او د وریجو د مېز خوا ته لاړ. په تګ تګ کې یې نورو مېزونو ته هم وکتل.

کوم مېز ته چې يې له لرې په نښه کړی و، ودرېد: " صاف کړې وریجې لکه چې د چا نه دي خوښې. " 

لاس يې ور اوږد کړ او غورۍ يې ځان ته رانږدې کړه. د خپل واسکټ د جېبونو په لټولو بوخت شو. یو جیب ته یې لاس کړ، بیا يې بل جېب ته لاس کړ، له درېیم جېب نه یې هم چې لاس خالي ووت، تندی يې ګونځې شو. ژر یې د خپل کمیس بغل جېب ته لاس کړ:" دومره مې هم بخت کوټه نه دی. "

پاکټ یې را وایست، په یو لاس یې د پاکټ خوله ونیوه او په بل لاس یې د وریجو غورۍ په احتیاط راپورته کړه.

د دوه درې نورو مېزونو په وریجو او غوښو یې دوه پاکټونه تر خولې پورۑ ډک کړل:" وریجې همدومره بس دي."

دا یې چې وویل، شا ته یې پر سالون نظر وګرځاوه. دوه درې خړ پړ واړه هلکان یې ولیدل چې له مېزونو یې پاتې شوني ټولول. پوه شو چې یو هلک په میوو او انرژیو پسې دی. موسک شو، جېب ته یې لاس کړ:" خپله برخه ورکوم. "

خو ژر پښېمانه شو:" نه، دا خپلې بوډۍ ته ورکوم، خدا زده چې په بل سالون کې به يې له بې جرئتۍ مېوې ته لاس کړی وي او کنه؟"

له دې سوچ سره د تندي ګونځې یې یو څه هوارې شوې او د هغو مېزونو په لور وخوځېد چې له خلکو میوې پاتې وې. د خپل څادر یوه خوا ته یې غټه غوټه ورکړه:" تیاره کڅوړه."

د میوې د ټولولو په وخت کې یو نیم نظر یې خپل مېز ته هم کتل. میوې یې چې راټولې کړې، یوه ترخه غوندې موسکا يې پر شونډو تېره شوه:" د ټولو مېزونو مېوه زما د خپل مېز نیمایي هم نه شوه. "

د مېوو غوټه یې شا ته کړه او دوه ډک پلاستیکونه یې په دواړو لاسونو ونیول او کرار کرار لوېدلي ولي خپل مېز ته راغی.

مېلمانه کابو ټول وتلي وو، یوازې لس دولس کسان د سالون په بر کونج کې تازه ډوډۍ ته ناست وو. د هغوی په ليدو يې وویل: " خوارانو، تر نیمې شپې زموږه مېلمانه کوله. ها ګوره يو په کې څومره ژر ژر مړۍ پورته کوي. "

خپل مېز ته په را رسېدو، سترګې یې رډې را ووتې. غورۍ ټولې تشې او ګډې وډې پرتې وې. د مېز شاوخوا ته یې وکتل. وارخطا غوندې شو، په بېړه یې سپینه سرمیزي د مېز له سره را کش کړه. تر مېز لاندې یې وکتل، په يو لاسه خپله ملا رانیولې را ودرېد او په بل لاس يې خپل تندي ته ټس ورکړ.

۱۴۰۱.۹.۴