څېړنه: ۹۷ سلنه خلک د نجونو زدکړې غواړي

څېړنه: ۹۷ سلنه خلک د نجونو زدکړې غواړي


  • 2 کاله دمخه (26/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 817

د یوې څېړنې له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۹۷ فیصده خلک د نجونو له زده کړو سره موافق دي.

 یو امریکايي بنسټ «بلاق» د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مختلفو قومونو له ۵۰۰ کسانو څخه د نجونو د ښوونځیو پرانېستو په اړه پوښتنې کړې دي.

له یاد بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټول پوښتنه کې ۹۷ سلنه خلکو د نجونو له زده کړو سره موافقت ښوودلی؛ خو ۲.۸ سلنه خلک بیا د نجونو له زده کړو سره مخالف دي.

که څه هم له دې وړاندې هم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه شوې، خو دا لومړی ځل دی چې دا ډول څېړنه ترسره کېږي.