عمران خان: نور د دې فاسد نظام برخه نه پاتې کېږو

عمران خان: نور د دې فاسد نظام برخه نه پاتې کېږو


  • 2 کاله دمخه (27/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 723

سمسور نیوز (۶لېندۍ۱۴۰۱) د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان وایي، ګوند یې پرېکړه کړې د ګڼ شمېر ولایتي اسمابلیو د څوکیو څخه په ډله‌اییزه توګه استعفا کوي.  

دا د دې هېواد په سیاسي ګډوډیو کې، چې د څو میاشتو راهیسې روانه ده، یو بل مهم بدلون دی.  

له واکه غورځول شوي صدراعظم دا ناڅاپي سیاسي اقدام پرون په راولپنډۍ کې خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال اعلان کړ. 

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، ډېر ژر به د تحریک انصاف ګوند د جګپوړو غړیو سره وویني او د ګوند د ټولو غړیو لپاره به مهال ویش وټاکي چې په ډله ایزه توګه د ولایتي اسامبلیو څخه استعفا وکړي.

د یادونې ده، چې عمران خان د دې اقدام تر څنګ اسلام آباد ته خپل اوږد لاریون هم پای ته رسولی.