د واخان دهلیز د پرانېستو غوښتنه

د واخان دهلیز د پرانېستو غوښتنه


  • 1 کال دمخه (29/11/2022)
  • سمسور نیوز
  • 562

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست وزیر له چین څخه غوښتي چې د واخان دهلیز پرانېستلو کې دې خپلې هڅې چټکې کړې.

نوموړي تېره ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، واخان دهليز يا هم د ورېښمو تاريخي لار کولای شي د افغانستان او چين تر منځ سوداګري زياته او د ټرانزيټ لپاره یوه ډاډمنه لار وګرځي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د دغه دهلیز د پرانېستو لپاره چمتو دی او چینایی لوری هم باید دا بهیر چټک کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې د دغه دهلېز غوښتنه کوي چې اوس مهال د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ په غوړېدو دي.