د ټي‌ټي‌پي خبرداری: د پاکستان پوځ پر ضد خپل بریدونه پراخوو

د ټي‌ټي‌پي خبرداری: د پاکستان پوځ پر ضد خپل بریدونه پراخوو


  • 2 کاله دمخه (29/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 799

سمسور نیوز (۸لېندۍ۱۴۰۱) د پاکستان تحریک طالبان وايي، د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوربند ختم کړی او په دې هېواد کې یې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی. 

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو پرون په یوې اعلامیې کې دا خبر ورکړی دی.

د دواړو خواوو ترمنځ د جون په میاشت کې اوربند شوی وو. 

د پاکستاني طالبانو په اعلامیې کې راغلي دا چې پوځ په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان کړي، نو په ټولو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولای شي بریدونه وکړي. 

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د طالبانو پر ضد عملیات کوي.