زه په دې خوشحاله يم چې اوس پښتو يواځې د شاعرۍ ژبه پاتې نه شوه بلکې افسانې هم د شاعرۍ سره سره خپلې وزرې دومره غوړولي چې د ادب او ژبې د لا پرمختګ سبب ګرځي. اوس د پښتو او پښتنو تاريخ، کلچر او د اظهار وسيلې يواځې په شاعرۍ کې نه راټوليږي بلکې د فکشن غوندې وسعتونه تسخيروي او رنګارنګي خپلوي. کله چې د ادب يو صنف وده کوي نو ورسره د هغه قوم مجموعي نفسيات هم وده کوي او په دې ګواهي ورکوي چې د قوم اجتماعي او سياسي فهم نوي ضرورتونه لټوي او زاړه قالبونه ماتوي. دا په دې هم دلالت کوي چې د پښتون ليکوال د ليک ظرفيت وده موندلې او د خپلې خبرې د لا ښه بيان توفيق یې موندلی دی. دا په دې دلالت نه کوي چې ګنې شاعرۍ څه ضرورتونه نه شو پوره کولی نو ځکه افسانه را مخې ته شوه. د ادب هر صنف په خپل ذات کې د بيان پوره صلاحيت لري، که هغه د واړه هيئت صنف وي او که د افسانې يا ناول غوندې د لوی هيئت. د يو تخليق ژوند سره له دې چې د ليکوال د تهيم، اسلوب او دنيا شناسئ په معيار پورې اړه لري، د لوستونکي د ژوند او جمالياتي ضرورتونو په پوره کولو پورې هم اړه لري. لوستونکی دا حق لري چې د ښه شاعرۍ سره سره ښه فکشن هم ولولي. افسانه نګار دومره خوشنصيب نه دی لکه څومره چې د پښتو شاعر خوش قسمته دی. د هغه نه دومره لوستونکي په نصيب دي او نه ورته کافي تعداد نقادان حضرات سرته ولاړ دي. په دې تناظر کې د افسانه نګار کار نور هم زياتيږي چې خپله خبره پخپله ورسوي او په خلکو ځان ومني. پښتون شاعر خو د پروفيسر ټايپ او ځينو نورو نابالغه نقادانو دلاسه کله د الشعراء يتبعهم الغاوون په سنګ بارۍ سنګسار شي او کله د تلاميذ الرحمن سرټيفيکيټ واخلي. خو د افسانه نګار، ناول نګار، ډرامه نګار، تکل ليکونکي، رپورتاژ ليکونکي او سفرنامه نګار دومره قسمت چرته دی چې د هغه په ژبه، موضوع او د فن په معيار به خبرې وشي او هغه به رامخې ته کړل شي. که د شاعرۍ په شان د فکشن خدائي رضاکار نقادان هم راووتل نو دا به بله سانحه وي. د افسانې وجود ډیر پيچيده او نازک دی. په هغې د پوهې او تحليل دپاره خالص افسانوي ذهنيت پکار دی. د ژبې د رنګا رنګ او تخليقي استعمال سره نابلد يو کس چې ټوله سرمايه يې څو لفظونه او څو مات ګوډ لکچرونه وي، څنګه د فکشن غوندې په اعلی طلسماتي دنيا باندې تنقيد کولی شي او يا يې د زبان و بيان خوبۍ بيانولی شي. د افسانې شعريات ددې متقاضي دي چې يو متعهد dedicated لیکونکی يې وليکي، وخت په وخت پکې نوې تجربې وکړي او د هغې لمنه فراخه کړي. همدا رنګه د يو all rounder نقاد په ځای یې سنجيده او آګاه نقاد تجزيه وکړي او خپله رايه قائمه کړي. په دې تناظر کې د ډاکټر همدرد يوسفزي غوندې د يو نوي او تکړه افسانه نګار راتګ په هر لحاظ د خير و برکت باعث دی او د خوشحالۍ زيری دی.
ډاکټر همدرد يوسفزي په خپلو لنډو کيسو کې د خپل قام ستونزې، نفسيات او روان حالات وړاندې کړي دي. د هغه د لوستو نه وروسته دا اندازه په آسانه لګي چې هغه خپل ټول زور د مسائلو په تشخيص صرف کړی دی او د د مسائلو د بيان دپاره يې له روايتي انداز نه کار اخستی دی. يعنې له هغه سره موضوع ډیره اهمه او اسلوب په دويمه درجه کې دی. ځکه خو د هغه ژبه ساده، روانه او د علاماتو، تمثيلونو او تجريديت نه پاکه ده. مګر سره ددې هم د غضب تاثير او تاثر لري. د هغه روداد سازي د افلاطون د digesis يا واقعه نګارۍ زبردسته نمونه ده. هغه د ژبې د لفاظۍ او نقل په ځای لوستونکی خپله د پيښې په ځای ودروي او د منظر د ليدو بلنه ورکوي. د هغه په افسانو کې پرته زبردسته سحر کاري د هغه د ژبې د سپيځلتيا او د تخيلي نه زيات د حقيقي مسائلو د بيان له وجې ده. د هغه د چيندرو افسانه چې ختمه شي نو هله د لوستونکي په ذهن کې شروع شي او تر ډيره د غم و الم کيفيت طاري وي. ”د اور پولۍ“ د پښتانه په سيمه د لويې غمنامې سرګزشت دی. ”ګل اندامه“ د ډاکټر صاحب بله ډيره ښه افسانه ده چې د يو داسې افسانه نګار په حيث د هغه تشخص لا واضح کوي چې هغه قصې بيانوي کومې چې زمونږ په خوا او شا کې پيښيږي او مونږ ته د بدلون په هکله د فکر بلنه راکوي. د هغه ګل اندامه افسانه د ژوندي ضمير د پولۍ کولو دپاره په خپل ځان کې تمام سامان لري. د ”خدای حق“ او ”قرباني“ هم ښه افسانې دي. عجيبه دا ده چې په عامه توګه خو د هغه افسانې د روايت کلکه پيروي کوي مګر ورسره ورسره د ”تورخال“ په شان جديده افسانه هم ليکي. جديده په دې معنی نه چې هغه پکې د پښتونخوا د کوم کلي کور په ځای د جنوبي افريقې ذکر کوي بلکې په انداز او موضوع دواړو کې يې انحراف کړی دی. که هغه خپل دغه اړخ لا توانا کړي نو د افسانې د نوي همنوا په ځای به هغه د نوې افسانې د همنوا په حيث مخې ته راشي. ما چې د هغه دا افسانه د نن نه کال دوه مخکې ولوسته نو هغه مې د يو قابلِ قدر افسانه نګار په حيث زړه ته کوز شو. د تور خال، ګل اندامه او چيندرو غوندې افسانو د ليک له وجې هغه په دې ارزي چې مونږ يې د ليکونو انتظار وکړو او د هغه د ليک نه د خوند سره سره رڼا هم واخلو.
په خپلو افسانو کې د خپل قام د بدو خويونو او خرابيو د مسلسل ذکر په سبب د هغه افسانې د ژوند د نويو آدابو د زده کړې روان تربيت دی چې د زړو، ورستو او غيرِ مهذبو غيرتونو د پريښودلو او د نوې منظرنامې د ضرورتونو سره د ځان د سمولو دپاره تحريک پيدا کوي. د هغه په افسانو کې د خرابۍ او بدۍ ذکر ځکه زيات دی چې د هغه په شا او خوا کې خرابي همدومره زياته ده بلکې اوس خو د خرابۍ خورول او تقويه کول يو کاروبار جوړ شوی دی او په دې سيمه د عالمګيريت د ايجنټانو يو ضرورت.
د 9/11 د هم عصر له دې افسانه نګار نه زما دا اميد دی چې هغه به د وخت په تيريدو خپل موضوعات، اندازِ بيان او approach لا وسيع کوي او هغه څه به هم بيانوي چې په نوې نړيواله منظرنامه کې دده د قام مستقبل دی.
صابر شينواری
جلال آباد
۲۸ جنوري ۲۰۱۷