ذات

ذات


  • 1 کال دمخه (29/11/2022)
  • عبدالرحمن میوند
  • 734

مرغۍ د ونې په وچ ښاخ کیناسته، څو وچې پاڼې ورژیدي، وزرونه يې وخوځول، سوړ اسویلی وویست، په مښوکه يې د ځان بڼکې وګرولې، لاندې ځای ته يې وکتل، پښي يې ټولې کړې او وزرونه يې وواهه.

د ونې بیخ نه لړم په راوتو و، مرغۍ ورنیږدې شوه، دواړو په خبرو شول، مرغۍ لړم ته وویل: زه د سیند تر غاړې اوبو څښلو ته ځم، لړم وویل: ما هم له ځان سره د سیند تر غاړې بوځه، مرغۍ په شا د سیند تر غاړې ویوړو.

مرغۍ د سیند په منځ کې په یوه لویه تیږه کیناسته، اوبو ته يې مښوکه نیږدې کړه څو غړپه اوبه يې ستونې ته تیرې کړې، وزرونه يې خلاصول او بندول، د اوبو شور او د هیلیو غږونه لکه د سیتار په څیر غږيده.

مرغۍ د لږې دمې وروسته بیرته د سیند غاړې ته والوته، لړم په شګو ځان پوښلی و، صرف لکۍ يې خوځیده، مرغۍ ورنیږدې شوه، غږ يې وکړ: ترڅو همدلته يې؟

لړم سر له شګو راوویست، مرغۍ ته یې وویل: زه باید همدلته په شګو پټ اوسم، ترڅو چې څوک پیدا شي او ما له سيند څخه پورې باسي، د سیند هغه غاړه کې خواړه پیدا کیږي، ډېر وخت وشو چې څه مې نه دي خوړلي.

مرغۍ په لړم زړه ودردېده او ورته وویل: راځه را په شاه شه چې له سیند څخه دې پورې باسم. 

لړم وویل: نه - نه تاسو زه تر دې ځای راوستم، نور مو نه په تکلیفوم، یو څوک به پیدا شي چې له لوږې به مې وژغوري.

د مرغۍ رحم نور هم راوپاريده، لړم يې په مښوکه راپورته کړ او په شاه يې کلک کیناوه، پرواز يې وکړ د سیند هغې غاړې ته نیږدې ول چې مرغۍ لږ – لږ خپل توازن له لاسه ورکاوه، نیږدې و چې لړم او ځان دواړه په اوبو لاهو کړي. د سیند په غاړه یوې لوی بوټې ته يې پام شو، کږه وږه په بوټې راپریوته، لړم ورته وویل: ظالمې اوس به دې په اوبو ډوب کړی وم، مرغې خپل وزرونو ته وکتل، ګورې چې بڼکۍ يې له بیخه وتي، حیرانه شوه چې په هوا کې يې بڼکې چا ویستي، لړم ته يې مښوکه واړه وله او وې ویل: زما بڼکې تا ویستي؟

لړم وویل: وبښه! زیات وبښه، هو – هو ما ویستي، ستا له ښیګڼې مننه خو تا باید لومړی زما ذات پیژندلی وای...