سمسور نیوز (۹لېندۍ۱۴۰۱) په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره وایي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال له حنا رباني کهر سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو اړیکو لرلو تمه وښوده.
نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربهتوب په خاطر له پاکستانه مننه وکړه او ويې ویل، د ا.ا په حاکمېدو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.
حنا رباني کهر دې ته په اشارې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی؛ خو د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.