د سمنګان په یوه دیني مدرسه کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي

د سمنګان په یوه دیني مدرسه کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي


  • 2 کاله دمخه (30/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 776

سمسور نیوز (۹لېندۍ۱۴۰۱) سیمه ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت مرکز ایبک ته څېرمه په «الجهادي» نومې دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امدادالله مهاجر ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دې مدرسې زدکوونکي د لمانځه په حال کې ول.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس، دې پېښه کې د مدرسې ۱۵ زدکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، د چاودنې د ټپیانو کره شمېر تر اوسه معلوم نه‌دی.

د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.