سمسور نیوز (۱۰لېندۍ۱۴۰۱) روسيه وایي، د اوکراین په دونڅک سیمه کې یې پر درې ښارونو ولکه ټينګه کړې ده.
د روسيې د دفاع وزارت نن په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ويلي، چې د دونڅک پر اندريوکا، بيلوګوريوکا او پرسه تراونيا ښارګوټو يې بريد کړی او تر خپلې ولکې لاندې يې راوستي دي.
په اعلامیه دغه راز زياته شوې، چې په ووديان ښارګوټي کې هم د روسي او اوکرايني پوځيانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د روسيې دا ادعا په داسې حال کې ده، چې اروپايي اتحاديې هڅې پيل کړې، ترڅو د جرمونو په نړيواله محکمه کې د روسيې پر ضد د جنګي جنايتونو قضيه پرانېزي.