پاکستان: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي

پاکستان: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي


  • 2 کاله دمخه (02/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 669

سمسور نیوز (۱۱لېندۍ۱۴۰۱) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ادعا کړې ده، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره د دوی پر ضد کاروي.

نوموړي په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د کویټې د د وړمې ورځې ځانمرګي برید مسوولیت چې تحریک طالبان پاکستان اخیستی، د اندېښنې وړ خبره ده. 

هغه زیاته کړې، د ټي ټي پي مشران او شااوخوا شپږ زره غړي یې په افغانستان کې پټ دي او دغه خاوره د پاکستان پر ضد کاروي. 

ا.ا لا د نوموړي څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې په کلکه رد کړې وې.  

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو میاشتې مخکې افغانستان خپل دښمن هېواد یاد کړی و.