مک‌کال: د بایډن اداره افغانستان سره د مرستو پر څارنې خنډونه ایجادوي

مک‌کال: د بایډن اداره افغانستان سره د مرستو پر څارنې خنډونه ایجادوي


  • 1 کال دمخه (03/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 728

سمسور نیوز (۱۲لېندۍ۱۴۰۱) د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي، مایکل مک‌کال د بايډن پر ادارې تور پورې کړی، چې له افغانستان سره د امريکا د مرستو د څارنې پر وړاندې خنډونه جوړوي.   

مک‌کال د امريکا د بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې ته په یوه لیک کې له سیګار سره د دې ادارو پر نه همکارۍ کلکې نیوکې کړې دي.  

هغه ویلي، له سیګار سره د مرستو په څارلو کې همکاري نه کول غير قانوني او د نه منلو وړ عمل دی.

مک کال دغو ادارو ته خبرداری یې ورکړی، چې که له سیګار سره همکاري ونه کړي؛ نو کانګرس به یې پر وړاندې اقدام وکړي.