دواړه نپوهېدل چې خبرې څنگه او له کومه ځایه پیل کړي. چوپتیا يې ترمنځ اوږده شوه.
نجلۍ خپل قیتک خلاص کړ، سر ته یې ټکان ورکړ. وېښتان یې پر مخ راخواره شول او د هغو له تار تاره یې سړي ته را وکتل. دې صحنې ته په کتلو هلک چې ماسک تړلی و او عینکې یې په سترگو وې یو اوږد اه... وکړ. عینکو يې غبار ونیو. نجلۍ غوږونه څک کړل. خو هلک د څه ویلو په ځای ژر خپلې عینکې له سترگو لرې کړې او ښیښې یې له ټټر سره پر خپل جمپر وموښلې او پر نجلۍ يې سترګې وګنډلې. خو هغې وار له مخه خپل وېښتان ټول کړي وو.
نجلۍ ترې وپوښتل: خبرې دې نه زده؟
ـ څه ووایم؟
ـ هغه څه چې زړه کې دې وي.
هلک له ډېر سوچ وروسته وویل:" دې څاه ته ورښکته شوم خو په نیمایي کې ساه را تنګه شوه."
ـ بیا؟
ـ بیا هیڅ، را ووتم.
ـ بس همدومره
ـ هو، همدومره
- قهوه څښې که کافي؟
- کافي.
نجلۍ چې فکر کاوه، هغه یې په خبرو راوستی او له دې کبله یې په ځان فخر کاوه، نهیلې شوه.
له ځان سره لګیا شوه:" لکه ما غوندې خبرې نه ورځي. چوپتیا هم ښه نه ده. څه ترې وپوښتم چې لنډ يې را ځواب نه کړي."
یو دم موسک شوه او ویې پوښتل: " خواره وېښتان دې خوښېږي؟"
ـ هو.
ـ څومره؟
ـ ډېر.
نجلۍ ته غوسه ورغله، خو ژر په ځان کابو شوه، تر شونډو لاندې يې وویل: " هغه استاد په کنفرانس کې څه ویل، هو هغه به امتحان کړم."
پوښتنه یې وکړه:" جړ وېښتان دې ولې خوښېږي؟"
هلک نېغ پر څوکۍ کېناست، په دواړو لاسونو يې ماسک له مخ نه لرې کړ، د مېز پر سر يې کېښود. بیا یې ورو خپلې عینکې له سترګو د هغه پر سر کېښودلې. نجلۍ ته یې په ځیر وکتل:" عجیب کیف په کې وي، خصوصا چې د هغه له شا معشوقه کټ مټ لکه تا مړه مړه را وګوري. دا پر سیند اور بلول دي. دوه کاله مخکې په يو رستورانت کې همداسې یو حالت پر چا ورمات کړم خو وروسته له ژونده مې زړه تور شو. مخې ته يې ناست سړی، د هغې خاوند و. "
دواړو په کړس وخندل. غرمه يې هم هلته تېره کړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته دواړه څنګ په څنګ له کانتیننتال هوټل نه ووتل. تر عمومي سړکه پورې هلک نجلۍ ته لګیا و او نجلۍ ورته له خندا شنه وه.
تر خدای پامانۍ وروسته، نجلۍ چې ځان ته پاتې شوه. څه سوچ ورغی، له ځانه سره يې وویل:" د هغه استاد یوې وړې خبرې ډېر ستر کمال وکړ، ګونګی په خبرو راغی."
په بېړه يې خپل موبایل له دستکول نه را وایست: " همدا يې ورځې هم دي."
یوه شمېره دایله کړه، همدا چې زنګ ور تېر شو، موبایل يې غوږ ته کړ:" سلام استاده، لېمه یمه، تل دې راته ویل چې دویمه ماسټري هم وکړم. که همکاري کولای شې چې دویمه ماسټري په روانشناسۍ کې واخلم... کور ودان...مهربانه یاست، همدا اوس درځم او فورمه اخلم."
۱۳۹۷.۷.۷