لنډه کیسه: زېری - ماهر احسانزی

لنډه کیسه: زېری - ماهر احسانزی


  • 2 کاله دمخه (04/12/2022)
  • ماهر احسانزی
  • 1014

دوه ځله یې شمېره ډایل کړه خو بیرته به یې اړیکه پرې کړه . نه ، دا دومره وړه خبره نه ده چې پر تیلفون دې وشي، کور ته چې لاړم ورته وبه یې وایم، اخر زیری زیری . ټول دوه ساعته پاتې. له څوکۍ را پورته شو . مخ یې سرخي ویشله . یوازی دی نه و چې خوله یې له خندا نه راټولیده . د شعبې سره جوخت دهلیز کې بله خبره نه وه . خندا وو په سیمټي دهلیز کې اتڼ اچولی و. د هر همکار د مخ سرخۍ په دیوالونو کې د نصب شویو ګروپونو رڼا ماتوله . تر پښو لاندې غوړیدلی فرش داسې ځلیده ، تا به ویل چې له قیده د خلاصون ورته ویل شوي دي.

د دهلیز په بر سر کې ناسته صفا کاره هم نن په خبرو راغلې وه:

 پر ما خو عمر تېر دی، ډېرې سړې تودې مې ولیدې، د هر چا غوسې او پټکې مې وزغملې، ټوله زنده ګي د نورو په خدمت کې تېره کړه، د کور خروار غمونه به مې شاته واچول او دفتر کې د هر مدیر او امر د خوشالۍ لپاره به مې دومره کاذبه خندا کوله ، چې اوس  کور کې  هم دردونو ته خاندم، عادت شوم کنه زما ترهیدلی ژوند او خندا!؟

سپین ګل چې له څوکۍ پورته شو، غوښتل یې پام په بله کړي،کور ته د زنګ وهلو فکر یې بدل شي، له شعبې راځې ووتل، د همکارانو په مجلس ور ګډ شو. سپین ګل پدې اداره کې د مالي دنده لرله، دا یې لسم کال و. د ټولوهمکارانو تود  دعا سلام ورسره و، د ټولو له کورنیو خبر و، د هر یو کار و ژوند ور معلوم و، خپله یې هم متوسطه کورنۍ لرله . درې لوڼې دوه زامن یو مور او میرمن یې وه . دی د وظیفې په هماغه لومړي کال کابل ته له کلي راغی. هغه مهال یې مرحوم پلار  او مشر ورور په راتګ خفه و، خو ده به همدا ویل چې کلی د جونو د تعلیم لپاره ډېر مناسب نه دی. خپله به نهاره شپه تېره کړم خو په لوڼو کورسونه او مکتبونه وایم. دوی دلته په کلي هیڅ هم نه شي زده کولی. سپین ګل د خپلې محلې سره په ټولو کورسونو لوڼې وګرځولې. د درې واړو ژبې په انګلیسې واوښتې . دی به  ورته ناست و، لوڼو به یې خپلو کې انګلیسي ویله خو دا سپارښتنه خپله همده ورته کړې وه بچیانو خپلو کې ګټې اخیستنې په انګریزۍ خبرې کوﺉ، که غلطې شوﺉ ټولې خویندې یاستﺉ،پردۍ درکې نشته، ژبه به موقعيت لري ژر پرې راځې واوړي . ده به یوازې ورته کتل . چیرته په یوه نیمه خبره به یې پوه شو .

My sweet father.

we are  besy.

we are need 

ده له دې  نیډه هار خوا نه پوهیده خو  ژر ژر به جیب ته په لاس کولو سره خوله وخوځوله:

yes ,yes ,thank you

بیا به یې مشرۍ د زرو نوټ ونیوه ، لږه درسره ګوزاره کوﺉ بچوڼو.

لوڼې یې په ترتیب لسم ، یوولسم او دولسم کې وې، چې ښوونځي بند شول، سخت ورته ځوریده، خپلې خوارۍ ته، هیلو ته ، د پلار و ورور خبرو ته ، هیڅ  یې له وسې نه کیده .

دهلیز کې یې له ولاړو همکارانو پر امید لاس کیښود . 

دا خبره خو رښتیا ده ؟

امید : مدیر صاحب همداسې خو ښکاري.

__ په خوله کې دې ګوړې شکرې.

_ په ګوړو او شکرو نه کیږي، لږ جیب وګروه! دې ته زیری وایی. 

_ کله مې نه دی ګرولی ، معاش چې راغی له خیره میله به ونیسو .

_ خبره چې معاش ته شوه لکه چې غاښونو  کې مو ډکی ونه واهه.

__ نه یاره خو اوس همدومره پیسې دي چې لوڼو ته مې ورباندې ښې ښایسته کتابچې، قلمونه ، بکسې او ان حجابونه واخلم .نذر مې هم منلی څه ټکه پوکه سامان اخلم چې یو ختم وکړم.

_ والله ته خو یې لکه چې سم ارمانجن وې؟ 

_ یوازې زه نه ، ته پکې څه بدي ګورې، ته یې نه غواړې ؟ امید چې څو خبرې ته ځان را جوړاوه د ادارې مطبوعاتي مسول دهلیز ته راننوت . لا یې سلام نه  و کړی چې سپین ګل ور مخې ته شو .لایق صاحب د مکتبونو موضوع څنګه ده؟ 

امید ور غږ :

زیری کوه، زیری درته لرم.

دهلیز خنداوو ونیو. لایق سپین ګل ته مخ را واړوه خو امید ته یې سترګه کیکاږله.

_ د کومو مکتبونو ؟ 

_ له شپږم صنفه پورته د جونو مکتبونه چې خلاصیږي.

_ چا ویل؟ 

_ ټول فیسبوک ورباندې ډک دی.

_ ښه د پوهنې وزارت له ادرسه چې کومه اعلامیه خپره شوې، هغه یادوې.

__ هو هو هماغه وایې ښوونځي  خلاص شول؟

 __ دا ډېره ښه خبره ده خو مدیر صاحب تر اوسه رسمي څه نشته ، هغه پاڼه جعلي ده.

سپین ګل خبرې ته ځان جوړاوه چې امید او لایق یې تر ملا لاسونه ور تاو کړل،چیغې یې ورباندې وکړې، لاسونه یې ور ومروړل، چې د څنګ همکار یې ورته وویل، زه پارکینګ نه موټر راولم تاسو یې له دروازې را وباسﺉ!

1401_9_ 12