د ناکامورا درېیم تلین؛ جاپان: "هغه هېڅ‌کله نه‌مري" پروژې یې دوام لري

د ناکامورا درېیم تلین؛ جاپان: "هغه هېڅ‌کله نه‌مري" پروژې یې دوام لري


  • 2 کاله دمخه (04/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 912

سمسور نیوز (۱۳لېندۍ۱۴۰۱) نن د جاپاني الاصله ډاکټر، تتسو ناکامورا د وژل کېدو درېیمه کلیزه ده.  

په افغانستان کې د جاپان سفارت د نوموړي د درېیم تلین په مناسبت په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې که څه هم هغه وفات شو؛ خو د نوموړي پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري.

اعلامیه کې ویل شوي، چې جاپان به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي، «موږ غواړو د هغه طریقې د افغانستان نورو برخو ته هم ورسوو. د هغه روح هیڅکله نه مړ کیږي.»

ناکامورا له نن درې کاله وړاندې په همدې ورځ، له خپلو پنځو همکارانو سره ننګرهار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

ډاکټر تتسو ناکامورا، چې په کاکا مراد هم مشهور و، د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

نوموړي د خپل ژوند ډېری برخه د افغانانو په ځانګړې توګه، د ختیځ ولایت ننګرهار اوسېدوونکو د ژوند ښه والي ته وقف کړې وه.