د ایران حکومت له اسرائیلو سره د همکارۍ په تور څلور تنه اعدام کړي

د ایران حکومت له اسرائیلو سره د همکارۍ په تور څلور تنه اعدام کړي


  • 1 کال دمخه (05/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 873

د ایران د قضائیه قوې خبر روکړی چې پر دغو کسانو د سترې محکمې له لوري د اعدام حکم تصویب شوی وو.

یاد کسان روان کال په جون میاشت کې د ایراني ځواکونو له لوري نیول شوي وو.

دوی په دې تورن وو چې د اسرائیلو د استخباراتو په لارښوونه یې په ایران کې د شخصي او عامه شتمنیو په غلا او ویجاړولو او دغه راز انسان تښتونه کې لاس درلود.

په ورته مهال د ایران د بشري حقونو د څار ډلې دا کار غندلی او ویلي یې دي چې یادو کسانو ته غیر عادلانه سزا ورکړل شوې.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سیاسي او ا منیتي تورنو کسانو اعدامول د بشر حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ایران کې له ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.