افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌یي توکو تر ټولو ستر مرکز

افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌یي توکو تر ټولو ستر مرکز


  • 2 کاله دمخه (05/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 866

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي چې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو تر ټولو ستره سرچینه ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو ۸۵ فیصده تولیدوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت له مرستیال حاجي عبدالحق اخوند سره په کتنه کې د نشه‌يي توکو د له  منځه وړلو، د روږدو کسانو د درملنې، د بدیل کښت، او د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي په تړاو خبرې کړې دي.

یوناما یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندازاده په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت کلک بندیز ولګاوه.