د کابل اوسنی حکومت د پاکستان پر سفارت د برید کوونکي د نیولو خبر ورکوي.
د ا.ا ویاند پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یاد کس د یو بهرني هېواد اوسېدونکی دی او له داعش او نورو ډلو سره یې اړیکې درلودي.
د هغه په خبره، له دې برید څخه یې هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابول وو.
د تېرې جومې په ورځ نامالومو وسله والو د پاکستان پرسفارت برید وکړ، چې له دې برید یوه ورځ وروسته یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
د پاکستان حکومت د یاد برید په غبرګون کې خپل شارژدافیر او نور ډیپلوماټان له افغانستان څخه ووېستل.
دغه برید د ا.ا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له لوري وغندل شو.