د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هند ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.
نوموړي په دې لیدنه کې د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار کړی او ویلي چې په دې اړه د نړیوالې ټولنې تر منځ اجماع شته چې افغانان ددې خبرو مشري پر غاړه واخلي.
هغه پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نوي ډیلي کې یې د هندوستان د ملي امنیت د سلاکار مرستال «ويكرم مصري»، د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر «جي پي سينګ»، د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ارېندم باګچي» او يو شمېر نورو چارواکو سره په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
ټام ویسټ زیاته کړې چې له افغانستان سره یې د هند له بشري مرستو د افغانانو له بنسټیزو حقونو څخه د هند له ملاتړ مننه کړې.
د یادونې وړ ده چې نوموړي تر دې وړاندې له جاپاني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې، خو په دې سفر کې بیا د افغانستان لپاره د امریکا شارژادفیره «کرن ډېکر» هم ورسره وه.
ټاکل شوی چې نوموړی به متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.