همدا چې ښځه تر خپل خاوند وروسته له کوره ووته، له وره سره ولاړ سرتیري سلامي ورته ووهله او بیا يې د موټر خوا ته منډه کړه چې د زرې لکسس موټر دروازه ورته خلاصه کړي.
ښځې موټر ته په ختلو په دواړو لاسونو خپل څادر داسې پر مخ راکش کړ چې عینکې يې بې ځایه شوې. پر سترګو يې د عینکو له سمولو سره يو اخ وکړ او په بېړه يې خپل دستکول د زنګنو له سره را واخیست او له پښو سره يې لاندې کېښود. ورټيټه شوه، دستکول يې خلاص کړ. تر څه لټولو وروسته یې د مخ د کریمو یوه قطۍ را وایستله. د قطۍ سر يې پرانیست او د خپل شهادت ګوته يې پر کریمو ورتېره کړه. ورو يې خپله ګوته تر عینکو لاندې پر مخ وموښله. ډرېور چې د هغې له اخ ویلو سره يو ځل نیم عقب نما ښیښې ته کتل، له ځانه سره وویل:(( اوه! سودا مې وه چې نن يې ولې داسې بې ډوله ټايرکي عینکې اچولې، دا خو يې يوه سترګه تکه شنه ده.))
ښځې عینکې په سترګو سمې کړې او خپل مخ يې لا نور په څادر کې ونغښت.خاوند یې پرې وغرېد: ((که ژبه دې نه کوله، اوس به نه داسې کړوپه ناسته وې او نه به دې دا غټې عینکې اچولې وې.))
ـ زه ملامته وم او که ته؟ خو خير، هر څه چې وو تېر شول. اوس د دې خبرو وخت نه دی.
- هو! ښه وایې، دا يې وخت نه دی.
د خاوند له دې خبرو سره په ښځه کې يو څه ساه ورغړېده او ويې ويل: (( که په کور کې هم همداسې په سړه سینه وغږېږې، څه تندر خو به نه رالوېږي.))
خاوند يې سور او شین واوښت، ښی لاس يې موټی کړ: ((څه دې وویل؟ خرې، بې شرفې وزیر صاحبې! زه درته لېونی ښکارم؟))
ښځې ځان راټول کړ:(( نه، نه! ما خو داسې کوم څه ونه ویل.))
ـ ودې نه ویل خو مقصد دې همدا و. ته همداسې يې، همدا اوس دې هم قصدا ډرېور ته خپله شنه شوې سترګه وښوده.
ښځې ژړغونې وویل: (( که داسې وکړې، پاتې عمر به مو هم په شخړو کې وي.))
له یو شړق سره د ښځې په سترګو کې عینکې دوې ټوټې شوې او مخ يې وینې شو. اوچته کړیکه یې وکړه.
د هغې له کړیکې سره په مخکيني سيټ کې ناست سرتيري ډرېور ته وویل: ((موټر ودروه!))
د موټر له درېدو سره سرتېری په بېړه ښکته شو. د شاتني سيټ دروازه يې خلاصه کړه او د ښځې خاوند ته يې وویل: ((ښکته شه!))
سړي غوښتل بیا څه وپوښتي خو سرتيري په جګ غږ وویل: ((ډېر کړتېږه مه، راښکته شه.))
سړی ښکته شو. مخامخ سرتېري ته ودرید او په غوسه يې وویل: ((څه شوي، څه وايې...؟))سرتېری بې له دې چې د هغه د خبرې ځواب ورکړي، په چټکۍ يې ښی لاس شا ته کړ او هغه ته یې يوه کلکه څپېړه ورکړه: ((دا زموږ مشره ده، زموږه مشره څنګه زموږ په مخکې وهې؟))
۱۳۹۴.۹.۲