د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پر المپیک د بندیز لګولو غوښتنه کړې

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پر المپیک د بندیز لګولو غوښتنه کړې


  • 2 کاله دمخه (07/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 899

سمسور نیوز (۱۶لېندۍ۱۴۰۱) د بشري حقونو د څار سازمان د المپیک له نړیوالې کمېټې څخه غوښتي، چې د المپیک په نړیوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون بندیز ولګوي.  

له یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې زرګونه ښځې له لوبو څخه منع شوې دي. 

اعلامیه زیاتوي، په نړیوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون بندیز لګولو سربېره باید هلته د المپیک ادارو تمویل هم ودرول شي. 

یاد سازمان له ورزش څخه د ښځو منع کول د بشري حقونو او د اولمپیک له منشور څخه سرغړونه بللې ده.

د معلوماتو له مخې، دا بندیز به تر هغه دوام کوي، چې په افغانستان کې مېرمنو ته د ورزش اجازه نه وي ورکړل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې ادارې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.