له کومې ورځې چې جمهوریت سقوط او ط.الب حاکم شو، نو یو ډول مرموزه چوپتیا خوره شوه.
داسې چې د جمهوریت نقادان، والیان، وزیران، ولسمشران، سیاسیون ... دا ټول سره لهدې چې له تاج او تخته وغورځېدل خاموشه شول.
خاموشي یې شخصن ماته او ممکن ځينو نورو ته زیات سوالونه زېږول او لا هم پههمدې فکر کې یو.
له هر چا زیات دغې خاموشۍ ته زما پام ژور و؛ چې څنګه کېدلی شي یو داسې ملت چې سیاسیون یې د موازي حکومت اعلانونه وکړل او اوس حتا په ټولنیزو رسنیو کې هم «آه» نه باسي. زه یوې نتیجې ته ورسېدم هغه دا چې دغه سقوط دومره ژور او پر پلان مخ ته تللی، چې لسو کلونو کې به یې هم اصلي ریښې ورکې وي.
داسې جوتیږي، چې هر سیاسي او لوړ پوړی چارواکی جلا جلا، بیا هم وایم جلا جلا لیدل شوی، خبرې ورسره شوي او د همدې ورځې د چوپتیا ورقه یې امضا کړې. يو داسې شورماشور حکومت هېڅکله یودم بېعلته نهشي ارام کېدی.
ممکن څه لوی مثبت ګام اخیستلو ته دغه خاموشي یو پسگام او شاتګ وي.
د ط.الب پر ضد د هېڅ چارواکي جدیت نه معلومېږي په استثنا د یو څو تنو.
ددې وضعیت تحلیل د یوې لویې پروژې نتیجه را څرګندوي. ښکاري څه نوي څه کېدونکي دي او دغه کار بشپړېدو ته نږدې
دی. دا لوی کار به دوه مثبت او منفي اړخونه لري.
د دغو نویو خبرو سیاسي اړخ په دغو ورځو کې ګرم شوي.
د پاکستان حرکت پرته له شکه چې د افغانستان لپاره مهم و او اوس یې اهمیت ځکه نهایت زیات دی، چې موږ یې د بهرنیو اړیکو یوه برخه یو، چې دا یې د خپلو هلو ځلو حق بللی دی. کله چې د پاکستان د خارجه چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر کابل ته راغله، نو د خوځښت زنګ وکړنګول شو. دا خوځښتونه درې بعدونو کې محسوس شوي. داخلي، بهرني او سیمهییز.
د افغانستان په چارو کې د امریکې استازی ټام ویست چې د سفر لړۍ پېل کړه، نو حنا رباني هم له پاکستانه وخوځېدله او دا موج د افغانستان په داخل کې هم پېدا شو، چې ځينې مهم چارواکي یې دُبۍ او قطر ته ورسول.
د پېغام رسولو کې حنا انتخابول د دغې موضوع پېچېدهگي ښکاره کوي. موضوع نوې ده او که یې پر پلان نقشقدم ووهل شي، نو پایلې لرلی شي.
غواړم واضح یې کړم، که چېرې ط.الب ځان ټينګ کړ، د امریکې ملګرتیا او د دوحې تړون یې عملي کړ، نو عمر یې اوږدېدې شي. او د امریکې پخواني جمهوریتیان د دغې پروسې برخه ده.
ط.الب دوه اپشنونه لري، که دوام غواړي، نو ځينې مهم کارونه به هم کوي.
مثبت اړخ دا دی، چې سودا شونې ته نږدې شوې؛ لهمخې به یې د ط.الب پرمخ ځينې خنډونه قدم په قدم لرې کېږي او دوی باید ځينې اصلاحات راوړي. اوس خو د دوی د راټولېدو وخت دی او هغه چاته وخت ورکوي، چې دې دوو لسیزو کې یې قربانۍ ورکړي او جبران کول یې غواړي. په همدې لحاظ د چا غږ هم نه راوځي، اهلیت نشته د بمونو او چاودنو پر بنیاد صلاحیت او امتیاز ورکول کېږي. د سم نظام جوړولو ته امادهگۍ روانې دي. ټلواله او هرې ډلې ته به د نویو څېرو په منلو وخت ورکول کېږي دا د ط.الب کار نه، بلکې د پاکستان فشار هم دی؛ ځکه ښکاري چې ط.الب د پاکستان له لاسه ښویدونکی دی او دوی یې پر وړاندې یوه بله خوا باید تقویه کړی وساتي. ط.الب په سپين بولدک او ځينو نورو برخو کې دا ثابته کړه، چې بدلېدونکي دي او دا د پاکستان لپاره ښه زیری نه دی. د افغانانو د بیا ټولېدو شنه څراغونه لیدل کېږي او د شدیدو مخالفتونو او سیاسي انتقادونو نه شتون دا شاهدي ورکوي، چې څه ښه مثبت لور ته درومي. خو بیا هم د خلیلزاد خبره سل په سلو کې باور نشته ټول راغلي او تللي دوی به هم ځي اما پاتې کېدل د دوی پهلاس کې دی. منفي اړخ دا دی، چې دوی باید یو لوی څه وکړي، چې همزمان دواړه ګامونه پر یوځای اخیستل شوي.
د دغه کار علني ګام د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر واخیست. له حنا وروسته د چاودنو او بریدونو کېدل مهم سوالونه زېږوي. پر حکمتیار برید او د پاکستان پر سفارت بریدونه هغه نوي موضوعات دي، چې د تحلیل کړکۍ بلې خواته هم خلاصوي.
برید وشو، سمدواره د برید پړه داع.ش خراسان ډلې پر غاړه واخیست، ورپسې د پاکستان سفارت ته چندان زیان هم و نه رسېد او بیا چارسمبالی سفیر نظاماني د ټویټونو ریشته کې بیان ورکړ، چې دا کار د هغو دی، چې سیمه او افغانستان کې ترهګر.ي تازه کوي.
ذبیح الله. م.جاهد د بریدګر ژر تر ژره د نیولکېدو خبر ورکوي او بیا ورپسې له کرښې اخوا څو پولیس د ټي ټي پي لخوا وژل کېږي.
ط.الب چارواکي دُبۍ ته ځي او هلته بیا د ځينو ټلوالو مشرانو اوازې هم خپرېږي.
د سیاسي خبریز سُرخیانو حقایق دا جوتوي، چې داد او ګرفت دواړه همزمان قدمونه اخلي. د داع.ش زیان به افغانان هم وګوري، خو دغه پدیده تر ډېره نړېواله ده او داخلي موضوعاتو ته له داسې پُرمصرفه اپشن څخه کار اخیستل هوښيارتوب نه دی. دغې ډلې له پخوا د طا.لب په راتگ سره لا د روسیې او چین اهداف په نښه کړي؛ مهم دا دی، چې ایا د نړۍ او سیمې هېوادونه به یوازې لاس تر زنې کښيني؟ ایران په خپلو خولو کې ډوب دی، د روسیې اپشن ط.البان او ایرانیان ول او پاکستان، خو تر اوسه د تطبیق غوښنه برخه ده. ګورو چې دوی د دفاعي حرکت په اقدام سره کومې نوې برخې په کار اچوي.