پوتین: د اتومي جګړې ګواښ په ډېرېدو دی

پوتین: د اتومي جګړې ګواښ په ډېرېدو دی


  • 2 کاله دمخه (08/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 867

سمسور نیوز (۱۷لېندۍ۱۴۰۱) د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د اتومي جګړې ګواښ په زیاتېدو دی؛ خو په خبره یې روسي چارواکي ''لیوني شوي نه دي'' چې لومړی به خپلې دا وسلې کاروي.

نوموړی ټینګار کوي، هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې کاروي، چې برید پرې وشي.

د روسیې د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال نوموړي دا هم ویلي چې په اوکرایین کې روانه جګړه به ''اوږد بهیر'' وي. 

دا په داسې حال کې ده، چې لوېدیځ چارواکي باوري دي، چې پوتین په لومړي سر کې د ژر بریا ترلاسه کولو پلان درلود.