ټام ویسټ: کورنی او نړیوال مشروعیت له مېرمنو سره چلند پورې تړلی

ټام ویسټ: کورنی او نړیوال مشروعیت له مېرمنو سره چلند پورې تړلی


  • 2 کاله دمخه (08/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 755

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي چې د اسلامي امارت مشروعیت له افغان مېرمنو او نجونو سره په چلند پورې تړلی دی.

نوموړي تېره شپه ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي او اجتماعي ثبات او د اسلامي امارت کورنی او نړیوال مشروعیت په افغانستان کې له نجونو او مېرمنو سره د اسلامي امارت چلند پورې اړه لري.

هغه په ورته مهال د دفاع له سرپرست وزیر مولوي یعقوب او حامد کرزي سره هم د لیدنې خبر ورکړی.

ټام ویسټ لیکلي چې له مولوي یعقوب سره یې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت، په یو سوله ییز افغانستان کې پر مشترکو ګټو، د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پر هڅو او د په را روان بشري وضعیت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په ونډې خبرې کړې.

بل لورته نوموړي له پخواني جمهور رییس سره هم کتلي دي.

ویسټ لیکلي، کرزي له اسلامي امارت څخه د ښځو او نجونو د حقونو او د هېواد د راتلونکي لپاره د ملي خبرو اترو د پیل غوښتنه بدرګه  کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټام ویسټ وړمه ورځ له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم په افغانستان کې د ملي خبرو اترو پر پیل غږېدلی وو.