فراه کې د قصاص حد جاري کېدل؛ یوناما له ا.ا څخه د اعدام سزا د بندولو غوښتنه وکړه

فراه کې د قصاص حد جاري کېدل؛ یوناما له ا.ا څخه د اعدام سزا د بندولو غوښتنه وکړه


  • 1 کال دمخه (08/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 617

سمسور نیوز (۱۷لېندۍ۱۴۰۱) وروسته له هغې، چې په فراه کې د اسلامي امارت له لوري پر یو تن د قصاص حکم پلی شو، ملګرو ملتونو له اسلامي امارت څخه د اعدام د سزا د بندولو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ملګري ملتونه په هر حالت کې د مرګ له سزا سره مخالف دي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې دا ډو سزاګانې لغوه او ژر تر ژره یې بندې کړې.

بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې مشرې «دینوشیکا دیشانایکې» هم په عام محضر کې دا ډول سزاګانې خواشینونکې بللې دي.

دیشانایکي ویلي، په عام محضر کې دا ډول سزا ورکول پر نورو لیدونکو هم ناوړه اغېز کوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډپرایس هم ویلی، اسلامي امارت ته په کار ده چې په خپلو ژمنو ودرېږي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ په فراه کې د درې ګونو محکمو له پرېکړې وروسته پر یوه قاتل د قصاص شرعي حد جاري شو.

په ورته مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د پروني قصاص شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړې.