عباس ستانکزی: که د ستونزو حل غواړو؛ نو کار باید اهل کار ته وسپارل شي

عباس ستانکزی: که د ستونزو حل غواړو؛ نو کار باید اهل کار ته وسپارل شي


  • 2 کاله دمخه (08/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 954

سمسور نیوز (۱۷لېندۍ۱۴۰۱) د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وایي، کار باید اهل کار ته وسپارل شي؛ ترڅو هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو را ووځي. 

شېر محمد عباس ستانکزي نن د کابل نوي والي د پېژندنې په غونډه کې پر حکومتي مسؤلانو هم غږ کړی، چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او ولس سره نږدې پاتې شي.  

نوموړي یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته په مساوي توګه د زده‌کړو زمینې پر برابرولو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي. 

عباس ستانکزي دغه راز ویلي، هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده، چې هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.