جان کربي: د روسیې او ایران دفاعي ملګرتیا پیاوړې شوې

جان کربي: د روسیې او ایران دفاعي ملګرتیا پیاوړې شوې


  • 2 کاله دمخه (10/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 705

سمسور نیوز (۱۹لېندۍ۱۴۰۱) د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، د روسیې او ایران ترمنځ دفاعي ملګرتیا تر بل هر وخت پیاوړې شوې.

نوموړي ویلي، امریکا داسې ثبتونه لیدلي چې ښيي، ایران او روسیه دواړه په شریکه د لیتهل ډرون پر تولید غور کوي.

د هغه په خبره، د دغو الوتکو تولید به د اوکراین په ګډون، د ایران ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې لپاره زیانمونکی وي.

په همدې حال کې د کربي څرګندونو ته غبرګون کې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کېلورلي ویلي، ایران او روسیه یو د بل پخواني پوځي ملاتړ کوونکي دي او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نړیوال امنیت ګواښي.