موږ چې دقيق نه يو، چې روزنه مو په علمي-منطقي بنسټونو نه ده شوې او چې د يو چا شهرت او په نننۍ نړۍ کې ډېر لایکونه او کمنټونه په دې دليل نيسو چې ګنې د همده خبره حقيقت ده، نو زما په اند په وړو، وړو نقطو کې د توپير او توپيري باريکيو د درک جوګه به هم نه يو.
موږ ته وويل شول، چې دغه نوې فتحه (چې اصلا کودتا ده) او سپېڅلی جهاد (چې اصلا عصري-تفاهم محوره غلامي ده) د الهي نصرت پايله وه. موږ ته چې دين په ميراث را پاتې دی او ميراثي شی له (پلار ګټلې زوی ته اسانه) سره هممانيزه بڼه لري، د ګڼو اصطلاحاتو له علمي-ديني ريښو سره نابلده يو او د تقدس/تابو درجه راته لري.
تقدس يوه خطرناکه پديده ده او کوم قومونه چې په دغه پديده کې ښکېل شي، هغوی د پرمختګ او نوښت لاره نه شي ليدلی. تقدس چې قومونه ړندوي، نو لاره به څه ډول وويني؟
الهي نصرت د همدې تقدس محوره تصوراتو يوه پېچلې او په اسلامي نړۍ کې د فعالو ګوريلايي-ترهګريزو او افراطي-ترهګريزو ډلو له لوري کارېدونکې يوه ناوړه وسيله او د اسلامي ملتونو د ويجاړۍ او د اسلام د بدنامۍ بې بديله وسله ده.
ته چې خپله نامشروع بريا او کودتا الهي نصرت وګڼې او دغه الهي نصرت د تقدس په جامه کې ونغاړې، نو زه به يې نقد څنګه کړم او له وحشت او تاوتريخوالي او کودتا سره به يې توپير په څه ډول وکړم؟
ايا زورور له الهي نصرت پرته پر کمزوري نه شي برلاسه کېدلی؟ ايا زموږ په هېواد کې تېرې کودتاوې هم د الهي نصرت پايله وې؟ ايا زموږ تېر حکومتونه هم د الهي نصرت په مټو ړنګ شوي وو؟ د يوکراين-روسيې په جګړه کې به الهي نصرت له چا سره وي؟ که موږ غواړو، ځان او ټولنې ته ريښتيني اوسو، په دغو پوښتنو بايد غور وکړو او د الهي نصرت په پديدې د علم او عقل په رڼا کې ځان پوه کړو.
د يوه حديث مفهوم هم په همدې ډول دی او د يوه قرآني اصل د اطلاق نتيجه هم همدا راوځي او زموږ اوسني واقعيتونه د همدې مفهوم او نتيجې مستقيمه هنداره هم دي، چې واکمن د خپل ولس يا ماتحت استازولي کوي. که غواړو د يوه ملت مشران وپېژنو، بسندويه ده، چې ولس يې وپېژنو.
زه چې د خپل ولس يوه برخه يم او زما کنسرن (concern) هم يوازې خپل ولس دی، نو په دې بنسټ د خپل ولس د پېژندلو ادعا به مې هم بې بنسټه نه وي. موږ هماغسې يو، چې واکمن مو دي؛ واکمن مو هماغسې دي، چې موږ يو.
په خپلو عادي حجرو کې در وګورئ، چې ډاکټر مو د خونې په کوم کونج کې ناست وي او ملا صاحب مو چېرته کېنولی وي. اوس که دغه پرتله وړه او بې معنا ښکاري، نو د يوې ډلې استازی، د يوه غورځنګ غړی او اوسمهال د واکمن ګوند يوه برخه ولې خپلو غړو ته امتياز ور نه کړي او ولې د دې ډلې لږ ملاتړي، بې تفاوته او مخالف کسان د امتياز له ډلې خارج نه کړي؟ او په دوی کې چې «ډېر ممتاز» هغه څوک دی، چې «ډېر ماينونه يې پټاو کړي وي»، نو ولې دې پر دې معيار نيوکه وشي او ولې دې ونه منل شي؟
که د خپل کلچر بړستنه د علم او منطق په لښته وټکوو، فکر کوم، «وړۍ به مو» نرمه او ګرمه «شړۍ کړې وي».