سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وایي، د هېواد په سوېلي اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو ډرون الوتکو په مټ بریدونه کړي چې لږ تر لږه یو نیم میلیون وګړي یې بې برېښنا کړي دي.
زلېنسکي ویلي، د جمعې پر شپه یې لسګونه ایران جوړې ډرون الوتکې راغورځولې دي؛ خو د پنځو ډرون په ویشتلو ونه توانېدل او دغو ډرون د سیمې زېربناوو ته سخت زیانونه واړول.
د اوکراین ولسمشر د برېښنا بېرته فعالولو لپاره یې د انجنیرانو کار له اتلولۍ سره ورته بللی؛ خو وايي د برېښنا بېرته رغول به ښايي څو ورځې وخت ونیسي.