یونیسف: ۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: ۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي


  • 2 کاله دمخه (11/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 695

سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو څخه محروم دي.  

د راپور له مخې، د دغو کسانو ۶۰ سلنه یې نجونې او ۴۰ سلنه نور هلکان دي.

راپور کې راغلي، چې یوازې کندهار کې ۸۵ سلنه افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

د یونیسف په دې راپور کې دا هم راغلي، چې د ۱۹ میلیونه وږو افغانانو لپاره په راتلونکي میلادي کال کې ۱،۶۵ میلیارده ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.